د طالبانو د قطر دفتر او نظامي کمیسیون تر منځ شدید اختلافات رامنځ ته شوي.

د راپورونو پر بنسټ د طالبانو د نظامي کمیسیون مرستیال ملا قیوم ذاکر د قطر دفتر سره تر ژورو اختلافاتو وروسته له دندې لری شوی او پر ځای یې  تیرو ورځو کې د ملا محمد عمر زوی ملا محمد یعقوب د نظامي مرستیال په صفت ټاکل شوی دی.
 د پاکستان د سماء ټلویزون د راپور له مخې ملا محمد یعقوب تر دې مخکې د پنځلسو ولایاتونو نظامي مسوول وو.
د طالبانو یوې سرچینې زاویه نیوز ته تایید کړه، چې ملا قیوم ذاکر د قطر دفتر د سیاستونو سره اختلاف درلود؛ ځکه له دندې لری شو.
یادې سرچینې چې نه غوښتل نوم یې رسنیز شي وویل، د ملا قیوم ذاکر د پخلا کولو لپاره د قطر دفتر څخه ملا فاضل اخند په مشرۍ یو هییت هم کوټې ته ورغلی و؛ خو د دوی تر منځ جوړ جاړی ونشو.
 سرچینه زیاتوي، د سولې په برخه کې د فعالیتونو او زیاتیدا او ځیني نورو کړنو د وسله والو طالبانو تر منځ ځیني درزونه پيدا کړي او نږدې راتلونکي کې به ځیني نورې تبدیلیانې او مقررۍ هم وشي.
په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت یوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط زاویه ته وویل، د ملا یعقوب له ګمارنې او ذاکر قیوم له منفکۍ ډېر وخت شوی او دوی له پخوا له دې څخه خبر ول او په ټولو ولایاتونو کې یاده پریکړه نظامي مسوولینو ته رسول شوې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.

  • 20 غويی 1399